طهارت او لمونځ

د لمانځه په حالت کې موبایل بندول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۱۱)

پوښتنه :

که د لمانځه په حالت کې د چا موبایل ته زنګ راشي نو په یو لاس سره یې بندول ، صامتول ، ورته کتل او یا یې له جېبه راباسل او بیا په جېب کې کېښودلو سره لمونځ فاسدیږي او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

لمونځ په عمل کثیر سره فاسدیږي . عمل کثیر دېته وایي چې یو څوک په لمانځه کې داسې حرکت ترسره کړي چې په کتو سره د لمانځه څخه خارج ښکاره شي . لکه په دواړو لاسو سره موبایل بندول ، بل عمل ترسره کول ، یا تر ډېر وخته په یو لاس سره په موبایل کې ګوتې وهل ، په داسې کړنو سره لمونځ فاسدیږي .

او که په یو لاس سره موبایل راواخلي ، بند یې کړي یا یو نظر ورته وګوري خو په ژبې سره د نوم تلفظ ونه کړي او بیا یې په جېب کې کېږدي لمونځ ورسره نه فاسدیږي .

خو بیاهم لمونځ کونکو ته په کار ده چې لمونځ له شروع کولو څخه مخکې خپل موبایل صامت یا بند کړي ترڅو پخپله یې بندولو ته اړ نه شي او د نورو لمونځ کونکو په لمانځه کې هم خلل واقع نه شي . او که بیاهم له چا څخه پاتې شي او  زنګ ورته راشي باید په جېب کې یې بند کړي ، له جېبه یې رابهر نه کړي .


الدلیل علی ذلک :

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتِ: «اسْتَفْتَحْتُ الْبَابَ وَرَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي تَطَوُّعًا وَالْبَابُ عَلَى الْقِبْلَةِ فَمَشَى عَنْ يَمِينِهِ، أَوْ عَنْ يَسَارِهِ، فَفَتَحَ الْبَابَ ثُمَّ رَجَعَ إِلَى مُصَلَّاهُ»

( سنن النسايي ،  ټوک : ۱ مخ : ۱۳۵ ، رقم الحدیث : ۱۲۰۲ ، باب المشی امام القبلة .

“و” يفسدها “العمل الكثير” لا القليل والفاصل بينهما أن الكثير هو الذي لا يشك الناظر لفاعله أنه ليس في الصلاة وإن اشتبه فهو قليل على الأصح وقيل في تفسيره غير هذا كالحركات الثلاث المتواليات كثير ودونها

مراقی الفلاح : ټوک : ۱ ، مخ : ۱۲۰ ، کتاب الصلاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close