طهارت او لمونځ

که له چا څخه لومړۍ قاعده پاتې شي ، ودریږي او بېرته کیني !

د فتوې شمېره (۳۱۲)

پوښتنه :

که له چا څخه لومړۍ قاعده پاتې شي او ودریږي ، بېرته کیني ، قاعده وکړي ، په اخره کې سجده سهوه وکړي ، لمونځ یې فاسد شو او که سهي شو ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که له چا څخه په څلور رکعتیز یا درې رکعتیز لمونځ کې لومړۍ قاعده هېره شي ، نو وبه ګوري که قاعدې ته نزدې وي بېرته دې قاعده وکړي ، سجده سهوه پرې نه لازمیږي .

او که قیام ته نزدې وي  او یا په مکمل ډول ولاړ وي بیا دې نه کیني ، بلکې په اخره کې دې سجده سهوه وکړي لمونځ یې سهي شو .

او که څوک قیام ته نزدې وي او یاپه مکمل ډول ولاړ وي خو د بې علمۍ له امله بېرته کیني بیا یې هم لمونځ سهي کیږي خو سجده سهوه پرې لازم ده .


الدلیل علی ذلک :

(سها عن القعود الأول من الفرض) (ثم تذكره عاد إليه) وتشهد، ولا سهو عليه في الأصح

(ما لم يستقم قائما) في ظاهر المذهب، وهو الأصح فتح (وإلا) أي وإن استقام قائما (لا) يعود لاشتغاله بفرض القيام (وسجد للسهو) لترك الواجب (فلو عاد إلى القعود) بعد ذلك (تفسد صلاته) لرفض الفرض لما ليس بفرض وصححه الزيلعي (وقيل لا) تفسد لكنه يكون مسيئا ويسجد لتأخير الواجب (وهو الأشبه) كما حققه الكمال وهو الحق بحر

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۸۳/۸۴ ، کتاب الصلاة ، باب سجودالسهو

(قَوْلُهُ وَإِنْ سَهَا عَنْ الْقُعُودِ الْأَوَّلِ وَهُوَ إلَيْهِ أَقْرَبُ عَادَ وَإِلَّا لَا) وَذَكَرَ فِي الْمَبْسُوطِ أَنَّ ظَاهِرَ الرِّوَايَةِ إذَا لَمْ يَسْتَتِمَّ قَائِمًا يَعُودُ وَإِذَا اسْتَتَمَّ قَائِمًا لَا يَعُودُ لِأَنَّهُ جَاءَ فِي الْحَدِيثِ عَنْ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَنَّهُ قَامَ مِنْ الثَّانِيَةِ إلَى الثَّالِثَةِ قَبْلَ أَنْ يَقْعُدَ فَسَبَّحُوا بِهِ فَعَادَ وَرُوِيَ أَنَّهُ لَمْ يَعُدْ وَكَانَ بَعْدَمَا اسْتَتَمَّ قَائِمًا وَهَذَا لِأَنَّهُ لَمَّا اسْتَتَمَّ قَائِمًا اشْتَغَلَ بِفَرْضِ الْقِيَامِ فَلَا يُتْرَكُ. اهـ.

البحر الرایق : ټوک : ۲ ، مخ : ۱۰۲ ، ترک جمیع واجبات الصلاة ساهیا

وإن عاد” الساهي عن القعود الأول إليه “بعد ما استتم قائما اختلف التصحيح في فساد صلاته” وأرجحهما عدم الفساد لأن غاية ما في الرجوع إلى القعدة زيادة قيام في الصلاة وإن كان لا يحل لكنه بالصحة لا يخل لأن زيادة ما دون ركعة لا يفسد .

حاشیة الطحطاوي علی مراقی الفلاح . ټوک : ۱ ، مخ : ۴۶۶ ، باب سجود السهو



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close