طهارت او لمونځ

که امام په جهري لمونځ کې فاتحه له نیمايي زیاته سراً ووایي  !

د فتوې شمېره (۳۱۳)

پوښتنه :

که امام په جهري لمونځ کې سورة الفاتحة له نیمايي څخه زیاته سراً ( په پټه ) ووايي او بیا سورة الفاتحة له سره جهراً ووایي ، نو په دې صورت کې سجده سهوه لازمیږي او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

په سوال کې دوه خبرې د پام وړ دي ، لومړی : په جهري لمونځ کې که څوک له ۳ (دریو) ایتو څخه زیات ( چې کابو ۳۲ حروف ترې جوړیږي ) سراً ( په پټه ) قرات وکړي ، یا همدومره اندازه په سري لمونځونو کې جهراً قرات وکړي ، سجده سهوه پرې لازمیږي .

دویم : که څوک د فرض لمونځ په لومړیو دوو رکعتو ، د واجب ، سنت او نفلو په ټولو رکعتونو کې  سورت فاتحه ټوله یا یې اکثره برخه دوه ځلې ووایي سجده سهوه پرې لازمیږي


الدلیل علی ذلک :

اخرج ابن ابی شیبة عن ابراهیم قال : اذا جهر فیما یخافت فیه ، او خافت فیما یجهر فیه ، فعلیه سجدتا السهو  ( المصنف لابن ابی شیبة ، ټوک : ۳ ، مخ : ۲۴۵ ، رقم : ۳۶۴۹

والجهر فیما یخافت فیه للامام وعکسه لکل مصل فی الاصح ، والاصح تقدیره بقدر ما تجوز به الصلاة فی الفصلین . ( قوله الاصح ) صححه فی الهدایة والفتح والتبیین والمنیة ، لا ن الیسر من الجهر والاخفاء لایمکن الاحتراز عنه .

درالمختار مع ردالمحترا ، ټوک ۲ ، مخ : ۵۴۵ ، باب سجود السهو

(قوله وكذا ترك تكريرها إلخ) فلو قرأها في ركعة من الأوليين مرتين وجب سجود السهو لتأخير الواجب وهو السورة كما في الذخيرة وغيرها، وكذا لو قرأ أكثرها ثم أعادها

ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۴۶۰ ، باب صفة الصلاة

۵/۴/۲۰۱۹ م = ۳۰رجب ۱۴۴۰ هه



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close