زکات،سرسايه اوعشر
پر لېوني (مجنون) زکات نشته، خو عشر پرې واجب دی !
د فتوې شمېره (۳۱۴)
پوښتنه :
په لېوني باندې لکه څنګه چې لمونځ فرض نه دی ، ایا همداسې پرې زکات او عشر هم نه دی فرض ؟ که په اړه یې معلومات راکړئ . مننه
الجواب وبالله التوفیق :
له لېوني څخه فرائض ساقط دي خو واجبات ترې نه دي ساقط . له دې امله که لېونی د نصاب مالک وي ، زکات پرې نه دی واجب خو که زمکه ولري نو عشر (لسمه برخه ) پرې لازم دی او همداسې صدقة الفطر ( سرسایة ) هم پرې واجب ده .
الدلیل علی ذلک :
(ومنها) العقل عندنا فلا تجب الزكاة في مال المجنون جنونا أصليا
بدائع الصنائع ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵ ، کتاب الزکاة
(وشرط افتراضها عقل وبلوغ وإسلام وحرية)
(قوله عقل وبلوغ) فلا تجب على مجنون وصبي لأنها عبادة محضة وليسا مخاطبين بها، درالمختار مع ردالمحتار ، ټوک :۲ ، مخ :۲۶۲ ، کتاب الزکات
واما العقل والبلوغ فلیسا من شرائط الوجوب ، حتی یجب العشر فی ارض الصبی والمجنون ، لان فیه المؤنة ..
فتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۸۵ ، کتاب الزکاة ، الباب السادس .