طهارت او لمونځ

که مسبوق د امام سره د سجدې سهوې سلام وګرځوي !

د فتوې شمېره (۳۱۶)

پوښتنه :

که امام د سجدې سهوې لپاره سلام وګرځوي ، مسبوق (له چا څخه چې یو یا ډېر رکعتونه تېر شوي وي ) هم سلام ورسره وګرځوي ، هغه که سهوا وي او که قصدا ، په دې صورت کې د مسبوق لمونځ سهي کیږي او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که په امام باندې سجده سهوه واجب شوي وي ، نو مسبوق دې د امام سره سلام نه ګرځوي خو سجده سهوه دې ورسره وکړي .

که مسبوق ته په یاد وي چې لمونځ یې پاتې دی ، بیا هم د امام سره سلام وګرځوي نو د مسبوق لمونځ فاسد شو بیا به یې له سره کوي .

او که مسبوق ته په یاد نه وي چې لمونځ یې پاتې دی ، خو سهوا د امام نه مخکې یا ورسره یو ځای سلام وګرځوي ، نو لمونځ یې نه فاسدیږي او سجده سهوه پرې هم لازم نه ده ، ځکه چې دی تراوسه د مقتدي په حکم کې دی . او که د امام سلام ګرځولو نه وروسته مسبوق سلام وګرځوي بیا به سجده سهوه کوي .


الدلیل علی ذلک :

(قوله والمسبوق يسجد مع إمامه) قيد بالسجود لأنه لا يتابعه في السلام، بل يسجد معه ويتشهد فإذا سلم الإمام قام إلى القضاء، فإن سلم فإن كان عامدا فسدت وإلا لا، ولا سجود عليه إن سلم سهوا قبل الإمام أو معه؛ وإن سلم بعده لزمه لكونهمنفردا حينئذ بحر، وأراد بالمعية المقارنة وهو نادر الوقوع كما في شرح المنية. وفيه: ولو سلم على ظن أن عليه أن يسلم فهو سلام عمد يمنع البناء .

ردالمحتار ټوک : ۲ ، مخ : ۸۲ ، باب سجود السهو

ومنها انه یتابع الامام فی السهور ولا یتابعه فی التسلیم والتکبیر والتلبیة ، فان تابعه فی التسلیم والتلبیة فسدت .

الفتاوی الهندیة : ټوک : ۱ ، مخ : ۹۲ ، الباب الخامس

، ثم المسبوق إنما يتابع الإمام في السهو دون السلام، بل ينتظر الإمام حتى يسلم فيسجد فيتابعه في سجود السهو لا في سلامه.

وإن سلم فإن كان عامدا تفسد صلاته، وإن كان ساهيا لا تفسد، ولا سهو عليه؛ لأنه مقتد، وسهو المقتدي باطل، فإذا سجد الإمام للسهو يتابعه في السجود ويتابعه في التشهد،

البحرالرایق : ، ټوک : ۲ ،مخ : ۱۰۰ ، باب سجود السهو



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close