روژه او اعتکاف

ایاروژه دار د زیاتې ګرمۍ له امله خپلې جامې لمدولی شي؟

د فتوې شمېره (۳۱۸)

پوښتنه :ایاروژه دار د زیاتې ګرمۍ له امله خپلې جامې لمدولی شي؟ ترڅو تنده یې کمه او روژه پرې اسانه شي .

الجواب وبالله التوفیق :

د زیاتې ګرمۍ له امله روژه دار کولی شي چې خپل کالي (جامې ) لمدې کړي ، ترڅو روژه ورته اسانه شي او تنده یې کمه شي .


الدلیل علی ذلک :

ولا بأس للصائم ان یستنقع فی الماء ویصب الماء علی … رأسه و یلتف بالثوب البلول هو المختار…

تاتارخانیة ، ټوک : ۲ ، مخ : ۳۸۱ .

۲۲ شعبان ۱۴۴۰ ه



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close