روژه او اعتکاف

د لاړو په تېرولو سره روژه ماتیږي او کنه ؟

د فتوې شمېره (۳۱۹)

پوښتنه :

که څوک خپلې لاړې په لاس کې تو کړي او بیا یې تېرې کړي ، یا د بل چا لاړې تېرې کړي ، د روزې قضا او کفاره پرې شته او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که څوک خپلې لاړې په لاس یا په بل شي کې توکړي او بېرته یې تېرې کړي یا د بل چا لاړې تېرې کړي ، روژه یې ماتیږي ، قضا پرې لازم ده خو کفاره پرې نشته .

که څوک د خپل یار لاړې تېرې کړي یا د خپل پیر او یا د استاذ لاړې د تبرک په نیت تېرې کړي ، روژه یې ماته شوه ، قضا او کفاره دواړه پرې لازم دي .

او که څوک خپلې لاړې په خوله کې جمع کړي او بیا یې تېرې کړي ، روژه یې نه ماتیږي ، خو داسې عمل کول مکروه دی .


الدلیل علی ذلک :

ولو ابتلع بزاق غیره فسد صومه بغیر کفارة الا اذاکان بزاق صدیقه فحینئذ تلزمه الکفارة .

وان ابتلع بزاق نفسه من یده فسد صومه ولاتلزمه الکفارة ….

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۳ .

ویکره للصائم ان یجمع ریقه فی فمه ثم یبتلعه …

العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۹۹ .

ولو جمع الریق قصدا ، ثم ابتلعه فانه لایفسد صومه …

طحطاوي شرح الملاقي ، ټوک : ۲ ، مخ : ۳۲۵ .

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close