روژه او اعتکاف
ایا په لمبو وهلو سره روژه ماتیږي ؟
د فتوې شمېره (۳۲۰)
پوښتنه :
په روژه کې که څوک په سیند یا د اوبو په ډنډ کې لمبو ووهي ، روژه یې ماتیږی او کنه ؟ تبعا د لمبو وهلو پر مهال د سړي اوبه هم تیریږي !
الجواب وبالله التوفیق :
په لمبو وهلو سره روژه نه ماتیږي . البته که د لمبو وهلو پر مهال د چا په خطا سره اوبه تېرې شي روژه یې ماتیږي قضا پرې لازم ده او کفاره پرې نشته .
او که چا د لمبو وهلو پرمهال قصدا اوبه تېرې کړي ، روژه یې ماتیږي قضا او کفاره دواړه پرې لازم دي .
یادونه : روژه دار باید ډېر پام وکړي چې په داسې ځای کې لمبو ونه وهي چې اوبه یې تېرې شي ، کنه روژه یې ماتیږي .
الدلیل علی ذلک :
وان تمضض او استنشق فدخل الماء جوفه ان کان ذاکرا لصومه فسد صومه وعلیه القضاء ، و ان لم یکن ذاکرا لصومه لا یفسد صومه ، کذا فی الخلاصة وعلیه الاعتماد .
الهندیة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۲ ، کتاب الصوم الباب الرابع .
ومن جامع او جومع او اکل او شرب عمدا غذاءا او دواء قضی و کفر ککفارة الظهار … وقید بالعمد لاخراج المخطئ والمکره فانه وان فسد صومها لا تلزمها الکفارة …
البحر الرایق : ټوک : ۲ ، مخ : ۲۷۶ ، کتاب الصوم باب ما یفسد الصوم ..