تجارت

جومات لپاره په فیصدي یاکمېشن باندې چنده کول !

د فتوې شمېره (۳۷۳)

پوښتنه :

نن سبا زیات رواج دی ، چې د جومات لپاره په لس فیصده یا شل فیصده کمېشن باندې چنده کوي ، د جومات مشر ورته وایي ، چې هر څومره چنده دې وکړه لس فیصده په کې ستا ده . داسې فیصدي شرعا څه حکم لري ؟

الجواب وبالله التوفیق :

د چندې له پیسو څخه ، چندې راټولونکي ته فیصدي یا کمېشن ورکول شرعا جواز نه لري . ځکه چې په دې کې دوه خرابیانې دي ، لومړۍ : معاش (تنخا) معلومه نه ده . دویم : د خپل کسب کړي مال څخه تنخا ورکول کیږي . او دا دواړه صورتونه جایز نه دي .

که چندې راټولونکي ته میاشتنی معاش وټاکلی شي ، جایز ده  .


الدلیل علی ذلک :

(و) تفسد (بجهالة المسمى) كله أو بعضه

الدرالمختار ، ټوک ۶ ، مخ : ۴۸ ، مطلب في اجارة البناء .

لَوْ دَفَعَ غَزْلًا لِيَنْسِجَهُ بِنِصْفِهِ أَوْ اسْتَأْجَرَهُ لِيَحْمِلَ طَعَامَهُ بِقَفِيزٍ مِنْهُ أَوْ لِيَخْبِزَ لَهُ كَذَا الْيَوْمَ بِدِرْهَمٍ لَمْ يَجُزْ) ؛ لِأَنَّهُ فِي الْأُولَى وَالثَّانِيَةِ جَعَلَ الْأَجْرَ بَعْضَ مَا يَخْرُجُ مِنْ عَمَلِهِ فَيَصِيرُ فِي مَعْنَى قَفِيزِ الطَّحَّانِ، وَقَدْ نُهِيَ عَنْهُ – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ

تبيين الحقايق باب اجارة الفاسدة , ټوک : ۵ ، مخ : ۱۲۹

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close