روژه او اعتکاف
ایا د مچ په تیرېدو سره روژه ماتیږي ؟
د فتوې شمېره (۳۲۴)
پوښتنه :
که د چا د روژې په حالت کې مچ بې اختیاره له حلقه تېر شي ، روژه یې ماتیږي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که د روژه دار بې اختیاره مچ تېر شي روژه یې نه ماتیږي . او که څوک یې قصدا تېر کړي روژه یې ماتیږي ، قضا پرې لازميږي ، کفاره پرې نشته .
الدلیل علی ذلک :
وماليس بمقصود بالاكل ولايمكن الاحتراز عنه کالذباب اذا وصل الی جوف الصائم لم یفطره ، کذا فی ایضاح الکرماني ، ولو اخذ الذباب واکله یجب علیه القضاء دون الکفارة .
الفتاوی الهندیة : ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۳ ، کتاب الصوم