
طهارت او لمونځ
که امام په رکوع کې د سجدې تلاوت نیت وکړي ، د مقتدیانو سجده نه ادا کیږي !
د فتوې شمېره (۳۲۵)
پوښتنه :
په تراویحو کې کله چې قاري سجده تلاوت ولولي ورپسې سمدستي رکوع وکړي ، په همدې رکوع کې د تلاوت د سجدې نیت هم وکړي او ځانته مستقله سجده نه کوي . پوښتنه داده چې په رکوع کولو سره سجده تلاوت ادا کیږي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په لمانځه کې د سجدې تلاوت ادا کولو لپاره دوه طریقې دي :
لومړۍ طریقه : کله چې امام یا منفرد (ځانته لمونځ کونکی) د سجدې تلاوت ایت ولولي سمدستي دې سجدې ته لاړ شي سجده تلاوت دې ادا کړي بېرته دې پورته شي ، درې یا له درېو زیات ایتونه دې تلاوت کړي بیا دې رکوع وکړي ، دغه طریقه غوره ده .
دوهمه طریقه : کله چې لمونځ کونکی د تلاوت سجدې ایت ولولي سمدستي دې رکوع ته لاړ شي ، په دې صورت کې د تلاوت سجده یې ادا کیږي خو شرط دا دی چې سمدستي رکوع وکړي او د سجدې نیت یې کړی وي .
پورتنی دوهمه طریقه د ځانته (منفرد ) لمونځ کونکي لپاره جایز ده ، خو د امام لپاره داسې کول په کار نه ده ، ځکه چې په دې صورت کې فقط د امام او د هغو مقتدیانو سجده ادا کیږي کومو ته چې د سجدې مقام ورمعلوم وي او په رکوع کې د تلاوت د سجدې نیت وکړي .
کومو مقتدیانو چې په رکوع کې د سجدې نیت نه وي کړی د هغوی سجده نه ادا کیږي ، دوی به د سلام ګرځولو وروسته سجده تلاوت کوي او بېرته به قاعده کوي .
که امام د سجدې ایت لوستلو وروسته سمدستي رکوع ادا کړي یا د درې ایتونو څخه کم ایتونه تلاوت کړي بیا رکوع وکړي ، خو په رکوع کې د سجدې نیت ونه کړی نو په دې صورت کې د لمانځه سجدې په کولو سره د ټولو مقتدیانو سجده تلاوت هم ادا کیږي . بیا سجدې ته ضرورت نشته .
الدلیل علی ذلک :
ولو نواها في ركوعه ولم ينوها المؤتم لم تجزه ويسجد إذا سلم الإمام ويعيد القعدة،
(قوله لم تجزه) أي لم تجز نية الإمام المؤتم ولا تندرج في سجوده وإن نواها المؤتم فيه لأنه لما نواها الإمام في ركوعه تعين لها أفاده حهذا وفي القهستاني: واختلفوا في أن نية الإمام كافية كما في الكافي فلو لم ينو المقتدي لا ينوب على رأي فيسجد بعد سلام الإمام ويعيد القعدة الأخيرة كما في المنية. اهـ.
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۱۲ ، باب سجود التلاوة