روژه او اعتکاف
که څوک په روژه کې سګرټ وڅکوي ؟
د فتوې شمېره (۳۲۶)
پوښتنه :
که څوک په روژه کې سګرټ وڅکوي ، قضا او کفاره دواړه پرې لازم دي او که فقط قضا ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که څوک په روژه کې سګرټ وڅکوي ، روژه یې ماتیږي ، فقط قضا پرې لازم ده ، کفاره پرې نشته . البته ګناه ګار دی باید د الله ج څخه معافي وغواړي او د بیا لپاره داسې عمل تکرار نه کړي .
الدليل علی ذلک :
ومفاده أنه لو أدخل حلقه الدخان أفطر، أي دخان كان ولو عودا أو عنبرا لو ذاكرا لامكان التحرز عنه
الدرالمختار , ټوک : ۲ ، مخ : ۳۹۵ ، کتاب الصوم ، باب مایفسد الصوم ومالا یفسده ..