روژه او اعتکاف
که مقیم د روژې نیت وکړي بیا مسافر شي ، روژه ماتولی شي او کنه ؟
د فتوې شمېره (۳۲۸)
پوښتنه :
زما اراده وه چې مزار څخه کابل ته سفر وکړم ، په کور کې مې پشلمی وکړ ، د سهار لمانځه نه وروسته مې سفر پیل کړ . اوس زما لپاره د سفر پر مهال یا کابل ته له رسېدو وروسته همدغه روژه ماتول جواز لري او کنه ؟
پوښتونکی : فاروقي مزار
الجواب وبالله التوفیق :
که څوک په کور کې یا د اقامت په ځای کې د روژې نیت وکړي ، له هغې وروسته سفر پیل کړي نو د دغه روژه نیسه ، ماتول یې جواز نه لري . او که چا ماته کړه قضا پرې لازم ده کفاره پرې بیا هم نشته .
الدلیل علی ذلک :
منها السفر الذی یبیح الفطر وهو لیس فی الیوم الذی انشأ السفر فیه کذا فی الغیاثیة ، فلو سافر نهارا لا یباح له الفطر فی ذلک الیوم وان افطر لا کفارة علیه .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۶