طهارت او لمونځ
په لمانځه کې په کومو اعمالو(کړنو) سره سجده سهوه واجبیږي !
د فتوې شمېره (۳۳۰)
پوښتنه :
محترم مفتی صیب ! که دا مسئله راته واضحه کړئ چې په لمانځه کې هغه کوم عملونه دي ، چې سجده سهوه ورسره لازمیږي ؟ ډېر منندوی به مو وو .
پوښتونکی : عبدالقادر لغمان
الجواب وبالله التوفیق :
که څوک په لمانځه کې لاندې ذکر شوي عملونه ترسره کړي ، سجده سهوه پرې واجبیږي :
۱ : که له چا څخه کوم واجب په هېره پاتې شي .
۲ : کوم واجب له خپل محل څخه وروسته وکړي .
۳ : یو واجب عمل د یو رکن په اندازه وروسته کړي .
۴ : واجب عمل دوه ځلې ترسره کړي .
۵ : واجب عمل ته تغیر ورکړي ، لکه څوک چې په جهري لمونځ کې قرات سري (پټه) ولولی یا د دې برعکس کار وکړي .
۶ : له فرائضو څخه یو فرض له خپل محل څخه وروسته کړي .
۷ : فرض عمل له خپل محل څخه مخکې ادا کړي .
۸ : فرض عمل دوه ځلې په هېره سره ادا کړي .
الدلیل علی ذلک :
ولا يجب الا بترك واجب … او بتأخيره … او بتأخير ركن … وذکر فی الذخزة سجود السهو یجب بستة اشیاء …فیجب بتقدیم رکن … وبتأخیر رکن … وبتکرار رکن وبتغییر الواجب .. وبترک الواجب … وبترک السنة المضافة الی جمیع الصلاة …
حلبی کبیر : مخ : ۴۵۵ ، کتاب الصلاة فصل فی سجود السهو