طهارت او لمونځ

که په تراویحو کې سجده واجب شي او ادا یې نه کړي !

د فتوې شمېره (۳۳۱)

پوښتنه :

محترم مفتي صاحب ! زمونږ د جومات مولوي صاحب نه و ، د هغه په ځای یو بل قاري راغی او جمعې ته مخکې شو . په تراویحو کې دریم رکعت ته پورته شو ، قاعده یې ونه کړه ، مقتدیانو فتحه ورکړه ، بېرته کېناست ، سجده سهوه یې ونه کړه او سلام یې وګرځاو .

اوس پوښتنه دا ده چې : په دې صورت کې سجده سهوه واجب ده او کنه ؟

که واجب وي او ویې نه کړي د لمانځه څه حکم دی ؟

پوښتونکی : سلیم

الجواب وبالله التوفیق :

که د تراویحو په لمانځه کې څوک قعده (ناسته) ونه کړي او دریم رکعت ته پورته شي ، نو ترڅو چې یې د دریم رکعت سجده نه وي کړي ، بېرته دې کیني ، سجده سهوه دې وکړي او سلام دې وګرځوي تراویح یې سهي شوې .

که پورتني صورت کې څوک سجده سهوه ونکړي ، همدغه تراویح په همدغه شپه کې بېرته راګرځول واجب دي . که څوک یې راونه ګرځوي نو سبا یا بل وخت یې قضا نشته ، البته په نه راګرځولو ګناهګاردی .

که چا د دریم رکعت سجده هم وکړه نو څلورم رکعت دې ورسره یوځای کړي او سجده سهوه دې وکړي، اخرني دوه رکعته یې سهي شول او اولني دوه رکعته یې فاسد شول .



الدلیل علی ذلک :

“وإن سها عن القعود الأخير عاد ما لم يسجد” لعدم استحكام خروجه من الفرض لإصلاح صلاته وبه وردت السنة عاد رسول الله صلى الله عليه وسلم بعد قيامه إلى الخامسة وسجد للسهو

مراقی الفلاح < مخ : ۴۶۷ ، کتاب الصلاة باب سجود السهو

(ولها واجبات) لا تفسد بتركها وتعاد وجوبا في العمد والسهو إن لم يسجد له، وإن لم يعدها يكون فاسقا

الدر المختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۴۵۶ ، کتاب الصلاة ، باب صفة الصلاة ، مطلب واجبات الصلاة

 

وان صلی اربع رکعات بتسلیمة واحدة و ) الحال ( انه لم یقعد علی رکعتین ) منها قدر التشهد ( تجزئ ) الاربع (عن تسلیمة واحدة ) ای : عن رکعتین عند ابی حنیفة و ابی یوسف رحمهما الله (وهو المختار ) …. الخ

حلبي کبیر ، مخ : ۴۰۸ ، کتاب الصلاة ، فصل فی النوفل

ولاتقضي التريح اصلا بفواتها عن وقتها منفردا ولا بجماعة علي الاصح ….

وهي سنة الوقت لا سنة الصوم

مراقي الفلاح , مخ : ۲۲۶ ، فصل فی التراویح



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close