قسم او نذرمنلمتفرق مسائل
پلار ځوی ته په ورکړې زمکه کې د رجوع حق نه لري !
د فتوې شمېره (۳۳۲)
پوښتنه :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! مفتي صیب محترمه ښه یې ؟ کراري ده ؟ یوه پوښتنه لرم که یې راته ځواب کړئ !
پلار څلور ګواهانو په مخکې د خپلو دوو ځامنو په مېنځ کې خپله زمکه تقسیم کړه ، هر یو ته یې حد وټاکه .
یو ځوی پخپله زمکه کور جوړ کړ خو هغه بل ځوی دغه زمکه خرڅول غواړي ، اوس پلار ورته وایي چې ما تاته دغه زمکه د خرڅ لپاره نه ده درکړې ، که کور پرې جوړولی شې سهي ده کنه ماته خپله زمکه راکړه .
اوس پوښتنه دا ده چې پلار دغه زمکه بېرته ګرځولی شي او کنه ؟ مننه
پوښتونکی : قاري اظهار الدین کوه صافي
الجواب وبالله التوفیق :
کله چې پلار خپل وارث ته یو شی ورکړي او پوره ملکیت یې ورکړي ، یا زمکه ورکړي او حدود یې ورته وټاکي ، د بیا رجوع حق نه لري .
له پوښتل شوي صورت څخه څرګندیږي چې پلار هر ځوی ته د زمکې حدود ټاکلي دي ، لهذا زمکه د زوی په ملکیت کې داخله ده او پلار د بیا ګرځولو حق نه لري .
الدلیل علی ذلک :
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَيْسَ لَنَا مَثَلُ السَّوْءِ، الَّذِي يَعُودُ فِي هِبَتِهِ كَالكَلْبِ يَرْجِعُ فِي قَيْئِهِ»
صحيح البخاري , ټوک : ۱ ، مخ : ۳۵۱ ، کتاب الهبة , باب لايجوز لاحد ان یرجع فی هبته او صدقته
فلو وهب لذی محرم منه لا یرجع ….
الدرالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۷۰۵ ، کتاب الهبة ، باب الرجوع فی الهبة
(كتاب الْهِبَة)
هِيَ تمْلِيك عين بِلَا عوض وَتَصِح بِإِيجَاب وَقبُول، وتتم بِالْقَبْضِ الْكَامِل
ملتقي الابحر , ټوک : ۱ ، مخ : ۴۸۹ ، کتاب الهبة
والله تعالی اعلم بالصواب