حج او عمره
په حج کې د حجر اسود ښکلولو حکم او طریقه یې !
د فتوې شمېره (۳۳۴ )
پوښتنه :
محترم مفتي صیب ! زما پوښتنه دا ده چې زه دا څو ځله حج ته تللی یم ، په حج کې په حجر اسود باندې زیات رش وي ، هر څوک نشي کولی چې ښکل یې کړي ، له دې امله ما یو پېره هم نه دی ښکل کړی ، محترمه که دا راته په ډاګه کړئ چې د ښکلولو حکم یې څه دی ؟ که له چا پاتې شي دم پرې شته او کنه ؟ مننه
الجواب وبالله التوفیق :
د حجر اسود استلام (ښکلول) د طواف پیلولو څخه مخکې یو پېره او د طواف ختمولو وروسته یو پېره سنت موکد دی . په مېنځ کې د هر طواف وروسته ښکلول سنت غیر موکد دي .
خو که ګڼه ګوڼه زیاته وي ، حجر اسود ته په رسېدو کې خپل ځان یا نور خلکو ته تکلیف رسیږي بیا ځان ورسول ضروري نه دي . بلکې له لرې څخه به دواړه لاسونه پورته کړې چې ورغوي یې حجر اسود لوري ته وي ، بیا به یې ښکل کړې او په زړه کې به دا تصور وکړې چې ما حجر اسود ښکل کړ .
كه له چا څخه یې استلام (ښکلول ) پاتې شي دم پرې نه لازمیږي .
الدلیل علی ذلک :
واستلامه فی اول الطواف واخره سنة موکدة ، واختلفوا فیما بنیهما ، فقیل : ادب ، وقیل : سنة ، ومشی فی اللباب علی الثانی ، ثم قال : وان استلمه فی اوله واخره اجزأه ، فافاد ان استلام طرفیه ااکد مما بینهما .
غنیة المناسک . مخ ۱۰۴ ، باب دخول مکة وحرمها