حج او عمره
ایا مېرمن د خپل دیني ورور سره حج ته تللې شي ؟
د فتوې شمېره (۳۳۵)
پوښتنه :
زمونږ د ترور یو دیني ورور دی ، یعنې نسبي ورور یې نه دی ، بلکې دې ورته ورور ویلي دي ، اوس زمونږ ترور حج ته ځي او وایي چې ما سره به خپل دیني ورور ځي . نو ایا د دیني ورور سره حج ته تللې شي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د مېرمن لپاره د خپل نسبي محرم ( ورور ، پلار ، ځوی ، وراره یا داسې نور …) پرته حج ته تګ جایز نه دی .
فقط په ورور ویلو سره د پردۍ مور ځوی نه خپلیږي او نه ورسره نسب ثابتیږي .
لهذا که نسبي محرم لري د هغه سره دې لاړه شي ، کنه نه دې ځي .
الدلیل علی ذلک :
الذي يخص النساء فشرطان: أحدهما أن يكون معها زوجها أو محرم لها فإن لم يوجد أحدهما لا يجب عليها الحج…..
(ولنا) ما روي عن ابن عباس – رضي الله عنه – عن النبي – صلى الله عليه وسلم – أنه قال: ألا «لا تحجن امرأة إلا ومعها محرم» ، وعن النبي – صلى الله عليه وسلم – أنه قال: «لا تسافر امرأة ثلاثة أيام إلا ومعها محرم أو زوج» ولأنها إذا لم يكن معها زوج، ولا محرم لا يؤمن عليها إذ النساء لحم على وضم إلا ما ذب عنه، ولهذا لا يجوز لها الخروج وحدها.
بدائع الصنائع ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۲۳ ، کتاب الحج ، فصل واما شرائط فرضیته فنوعان .