حج او عمره
که پر چا د حکومت لخوا د حج بندیز لګېدلی وي !
د فتوې شمېره (۳۳۶)
پوښتنه :
مفتي صیب محترم السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په ځینو هېوادونو کې د دولت لخوا عموما مسلمانانو ته د حج ادا کولو اجازه نه وي او په ځینو هېوادونو کې د سیاسي ستونزو له کبله ځینو کسانو ته د حج اجازه نه ورکول کیږي . په داسې صورت کې په دغو کسانو باندې حج فرض ګرځیږي او کنه ؟
که حج فرض ګرځیږي ، د ادا کولو طریقه به یې څنګه وي ؟ مننه
پوښتونکی : حاجي محمدګل
الجواب وبالله التوفیق :
که په چا باندې په داسې وخت کې حج فرض شي چې د حکومت لخوا ورته د حج ادا کولو اجازه نه ورکول کیږي ، نو د احنافو مفتی به قول دا دی چې په داسې سړي حجِ فرض دی او حج بدل به کوي یعنې بل څوک به د خپل ځان په ځای حج ته لېږي .
خو که د حجِ بدل وروسته اجازه ورکړل شوه ، دویم ځلې به بیا حج ادا کوي .
او که حج پرې مخکې فرض شوی و ، وروسته پرې بندیز ولګېده بیا پرې حج بدل فرض دی .
الدلیل علی ذلک :
(قوله صحيح البدن) أي سالم عن الآفات المانعة عن القيام بما لا بد منه في السفر، فلا يجب على مقعد ومفلوج وشيخ كبير لا يثبت على الراحلة بنفسه وأعمى، وإن وجد قائدا، ومحبوس، وخائف من سلطان لا بأنفسهم، ولا بالنيابة في ظاهر المذهب عن الإمام وهو رواية عنهما وظاهر الرواية عنهما وجوب الإحجاج عليهم، ويجزيهم إن دام العجز وإن زال أعادوا بأنفسهم.
والحاصل: أنه من شرائط الوجوب عنده ومن شرائط وجوب الأداء عند هما وثمرة الخلاف تظهر في وجوب الإحجاج والإيصاء كما ذكرنا وهو مقيد بما إذا لم يقدر على الحج وهو صحيح فإن قدر ثم عجز قبل الخروج إلى الحج تقرر دينا في ذمته، فيلزمه الإحجاج،
ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۴۵۹ ، كتاب الحج
والله تعالي اعلم بالصواب