متفرق مسا‌‌ئل

په قبر باندې شناخته جوړول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۶۱)

پوښتنه :

ځينې خلک د دې لپاره چې د خپل مړي قبر یې معلوم وي ، په کاڼي باندې نوم او تاریخ لیکي ، شرعا څه حکم لري ؟


الجواب وبالله التوفیق:

په قبر باندې نوم لیکل ( شناخته جوړول ) تر څو قبر یې معلوم شي ، شرعا جواز لري . البته بسم الله ، کلمه یا آیتونه ورباندې لیکل د بې احترامۍ له امله نه دي پکار  .


الدلیل علی ذلک :

وَإِنْ اُحْتِيجَ إلَى الْكِتَابَةِ حَتَّى لَا يَذْهَبَ الْأَثَرُ وَلَا يُمْتَهَنُ فَلَا بَأْسَ بِهِ فَأَمَّا الْكِتَابَةُ مِنْ غَيْرِ عُذْرٍ فَلَا اهـ.

البحر الرایق ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۰۹ ، الصلام علی المیت في المسجد

وکذا في الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۳۷ ، مطلب في دفن المیت



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close