زکات،سرسايه اوعشر

عشر په ټول ماحصله کې واجب دی !

د فتوې شمېره (۳۳۷)

پوښتنه :

مفتي صیب زما پوښتنه دا ده چې د عشر ادا کولو په وخت کې به د زمکې مصارف لکه ، تراکتور کرایه ، د اوبو بیل ، مزدورانو او څوکیدار تنخوا داسې نور مصارف به اول ترې باسې بیا به په باتې فصل یا غله کې عشر ورکوو او که په ټول ماحصل کې به عشر ورکوو . که اړه یې معلومات راکړئ ډېره مننه به وي . والسلام

الجواب وبالله التوفیق :

عشر په ټول ما حصله کې واجب دی . له دې څخه به د مزدور ، تراکتور ، اوبو ، څوکیدار او داسې نور مصارف نه ایستلی کیږي . یعنې د زمکې څخه چې غله ، فصل یا مېوه واخیستل شي ، نو د مصارفو ویستلو څخه مخکې به عشر ادا کولی شي .


الدلیل علی ذلک :

(قوله: بلا رفع مؤن) أي يجب العشر في الأول ونصفه في الثاني بلا رفع أجرة العمال ونفقة البقر وكري الأنهار وأجرة الحافظ ونحو ذلك درر قال في الفتح يعني لا يقال بعدم وجوب العشر في قدر الخارج الذي بمقابلة المؤنة بل يجب العشر في الكل؛ لأنه – عليه الصلاة والسلام – حكم بتفاوت الواجب لتفاوت المؤنة ولو رفعت المؤنة كان الواجب واحدا وهو العشر دائما في الباقي؛

ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، ۳۲۸ ، کتاب الزکاة باب العشر

والله تعالي اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close