زکات،سرسايه اوعشر
د شاتو په مچیو کې عشر شته او کنه ؟
پوښتنه : (۳۳۹)
پوښتنه :
زما د مچیو درې سوه پېټۍ دي ، له دې چې کوم شات تولیدیږي په هغو کې عشر ورکوم . خو په مچیو کې هم عشر شته او کنه ؟
پوښتونکی : قاري اظهار الدین
الجواب وبالله التوفیق :
کومې مچۍ چې د شاتو لپاره ساتل کیږي ، په هغو کې عشر نشته خو په شاتو کې یې عشر شته .
البته که څوک مچۍ د تجارت لپاره ساتي یعنې مچۍ اخلي او خرڅوي یې او د نصاب مالک وي ، د کال په تېرېدو سره زکات پرې واجبیږي .
الدلیل علی ذلک :
ولازکاة فی ….. (وأثاث المنزل ودور السكنى ونحوها) وكذا الكتب وإن لم تكن لأهلها إذا لم تنو للتجارة وقوله ونحوها: أي كثياب البدن الغير المحتاج إليها وكالحوانيت والعقارات .
درالمختار مع ردالمحتار ټوک : ۲ ، مخ : ۲۶۵ کتاب الزکاة
ولیست فی دور السکنی … وعلی هذا کتب العلم والات المحترف لما قلنا ، وفی البنایة : ( والات المحترفین مثل قدور الطباخین والصباغین وقواریر العطارین والات النجارین وظروف الامتعة ، البنایة فی شرح الهدایة ، ټوک : ۴ ، مخ : ۱۹ ، کتاب الزکات .