تجارت
که څوک په حرامو پیسو زمکه واخلي !
د فتوې شمېره : (۳۴۰)
ګلاب خان درې جریبه زمکه په حرامو پیسو واخیسسته یعنې دا ټولې روپۍ یې په سود ګټلې وې . ده لپاره د دې زمکې اخیستل سهي شول او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
اصولي قاعده دا چې په پیسو کې تعین نه راځي . لهذا د نوموړي د زمکې اخیستل سهي دي .
البته څومره پیسې یې چې په سود اخیستې دي ، ټولې به خپل مالک ته ورسپاري او که مالک یې معلوم نه وي ، بیا دې صدقه کړي او ثواب دې په مالک پسې وبخښي .
الدلیل علی ذلک :
وفي منية المفتي: مات رجل ويعلم الوارث أن أباه كان يكسب من حيث لا يحل ولكن لا يعلم الطلب بعينه ليرد عليه حل له الإرث والأفضل أن يتورع ويتصدق بنية خصماء أبيه. اهـ وكذا لا يحل إذا علم عين الغصب مثلا وإن لم يعلم مالكه، لما في البزازية أخذه مورثه رشوة أو ظلما، إن علم ذلك بعينه لا يحل له أخذه، وإلا فله أخذه حكما أما في الديانة فيتصدق به بنية إرضاء الخصماء اهـ. والحاصل أنه إن علم أرباب الأموال وجب رده عليهم، وإلا فإن علم عين الحرام لا يحل له ويتصدق به بنية صاحبه
ردالمحتار , ټوک : ۵ ، مخ : ۹۹ ، مطلب ردالمشتري فاسدا الي صاحبه