
تجارت
د شودو سره اوبه ګډول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۴۳)
پوښتنه :
زه دوکاندار یم ، شودې خرڅوم ، ماحول داسې جوړ شوی دی ، چې هر څوک په شودو کې اوبه ګډوي ، که اوبه پکې ګډې نه کړو ، قیمت یې زیاتیږي ، بیا یې خلک له موږه نه اخلي ، بلکې له بل دوکاندار یې اخلي ، ځکه چې هغه پکې اوبه ګډوي ، لس یا شل روپۍ یې ارزانه خرڅوي . په دې صورت کې زما لپاره په شودو کې اوبه ګډول څه حکم لري ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په شودو کې د اوبو ګډول جایز نه دي ، ځکه چې هر سړی غواړي تر څو خالص شودې واخلي ، اګر که قیمت یې زیات وي ، له دې کبله په شودو کې اوبه ګډول سخته ګناه ده .
البته یو کار کېدلی شي چې په دوکان کې دوه ډوله شودې وساتې ، یو خالص او بل هغه چې اوبه پکې ګډې شوې وي او د دواړو په قیمت کې توپیر وي .
ګاهک ته ووایې چې دا خالص شودې دي ، دومره قیمت یې دی او هغه نورې خالص نه دي بلکې دومره فیصده اوبه پکې ګډې شوې دي ، قیمت یې دومره دی . نو ګاهک ته اختیار دی چې کومې شودې اخلي ، اخیستلی شي ته به له ملامتیا خلاص وې خو له تفصیل بیانولو پرته یې خرڅول ګناه ده .
الدلیل علی ذلک :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةٍ مِنْ طَعَامٍ، فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا، فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلاً، فَقَالَ: يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ، مَا هَذَا؟، قَالَ: أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: أَفَلاَ جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ حَتَّى يَرَاهُ النَّاسُ، ثُمَّ قَالَ: مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنَّا.
جامع الترمذی ، ټوک : ۲ ،مخ : ۵۹۷ ، کتاب البیوع , باب ما جاء فی کراهیة الغش فی البیع
ومن علم بسلعته عیبا لم یجز یبیعها حتی یبینه للمشتري ، فان لم یبینه فهو عاص اثم ..
اعلاء السنن ، ټوک : ۴ ، مخ : ۵۸ ، کتاب البیوع ، باب خيار العيب .