
طهارت او لمونځ
معذور په نجسو(ګنده) جامو کې لمونځ کولی شي او کنه ؟
د فتوې شمېره (۳۴۴)
پوښتنه :
مفتي صیب محترم ! زه زخمي شوی یم ، اوس هم د درملنې لاندې یم ، جامې مې په وینو ګنده شوې دي ، دومره نه شم کولی چې بدلې یا یې ومېنځم ، په دې صورت کې زما لپاره په همدغو جامو کې لمونځ کول څه حکم لري ؟
پوښتونکی : منصور
الجواب وبالله التوفیق :
که یو څوک دومره معذور وي چې نجسې (ګنده) جامې بدلول یا مېنځل ورته مشکل وي ، نو په همدغو جامو کې لمونځ کول ورته جایز دی .
الدلیل علی ذلک :
مَرِيضٌ تَحْتَهُ ثِيَابٌ نَجِسَةٌ إنْ كَانَ بِحَالٍ لَا يُبْسَطُ تَحْتَهُ شَيْءٌ إلَّا وَيَتَنَجَّسُ مِنْ سَاعَتِهِ يُصَلِّي عَلَى حَالِهِ، وَكَذَا إنْ لَمْ يَتَنَجَّسْ وَلَكِنْ يَزْدَادُ مَرَضُهُ وَيَلْحَقُهُ بِالتَّحْوِيلِ مَشَقَّةٌ. اهـ. .
تبيين الحقايق ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۳ ، باب صلاة المریض
وکذا فی ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۰۳ ، باب سجود التلاوة
