متفرق مسائل
په کاغذ باندې لیکل شوي ایت ته بې اودسه لاس وروړل !
د فتوې شمېره (۳۴۶)
پوښتنه :
که په کاغذ ، اخبار یا بل شي باندې یو یا دوه د قران کریم ایتونه لیکل شوي وي ، بې اودسه لاس وروړل څه حکم لري ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د قران کریم ایت ته بې اودسه لاس وروړل جایز نه دي . لهذا د کاغذ په کوم ځای چې ایت لیکل شوي وي بې اودسه لاس وروړل روا نه دي . البته کاغذ په داسې طریقې سره نېول چې ایت سره لاس ونه لګیږي جایز دی , دا ډول یو ایت څخه کم ایت ته هم بې اودسه لاس وروړل ګناه نه لري .
الدلیل علی ذلک :
(و) يحرم (به) أي بالأكبر (وبالأصغر) مس مصحف: أي ما فيه آية كدرهم وجدار، وهل مس نحو التوراة كذلك؟ ظاهر كلامهم لا (إلا بغلاف متجاف)
(قوله: أي ما فيه آية إلخ)
لكن لا يحرم في غير المصحف إلا بالمكتوب: أي موضع الكتابة كذا في باب الحيض من البحر، وقيد بالآية؛ لأنه لو كتب ما دونها لا يكره مسه كما في حيض القهستاني.
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۷۳ ، باب الغسل