تجارت

د اوبو په ډنډ کې ماهیان خرڅول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۴۷)

پوښتنه :

که په ډنډ کې ماهیان ښه ډېر وي ، یو کس غواړي چې همدغه ماهیان په دکاندار باندې په اوبو کې دننه خرڅ کړي . ایا خرڅول یې جایز دي کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

هغه ډنډ چې د ماهیانو لپاره جوړ شوي وي ، ماهیان پکې د مشقت او زحمت پرته نېول کېدایشي ، د ماهیانو خرڅول یې روا دي ، البته اخیستونکي ته له ویستلو وروسته د واپس کولو اختیار شته .

او که په ډنډ کې د ماهیانو نېول مشقت غواړي لکه د جال اچول یا داسې نور ، خرڅول یې روا نه دي . البته که راوویستلی شي خرڅول یې روا دي .

الدلیل علی ذلک :

والحاصل كما في الفتح أنه دخل السمك في حظيرة: فإما أن يعدها لذلك أو لا ففي الأول يملكه، وليس لأحد أخذه ثم إن أمكن أخذه بلا حيلة جاز بيعه؛ لأنه مملوك مقدور التسليم وإلا لم يجز لعدم القدرة على التسليم. وفي الثاني لا يملكه فلا يجوز بيعه لعدم الملك إلا أن يسد الحظيرة إذا دخل فحينئذ يملكه، ثم إن أمكن أخذه بلا حيلة جاز بيعه وإلا فلا، وإن لم يعدها لذلك لكنه أخذه وأرسله فيها ملكه، فإن أمكن أخذه بلا حيلة جاز بيعه؛ لأنه مقدور التسليم، أو بحيلة لم يجز؛ لأنه وإن كان مملوكا فليس مقدور التسليم اهـ.

ردالمحتار ، ټوک : ۷ ، مخ : ۲۴۸ ، کتاب البیوع ، مطلب فی البیع الفاسد

کتبه : محمدولي همایونو

کابل ټکی کام دارالافتاء

۲۰ ذوالقعدة ۱۴۴۰ ه

۲۰/۷/۲۰۱۹ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close