جرائم او دهغې سزاګانې

ایا د کفارې دوه وخت ډوډۍ بېل بېل مسکینانو ته ورکولی شې ؟

د فتوې شمېره (۳۴۸)

پوښتنه :

په ما باندې د قسم کفاره اوښتې ده ، د غرمې ډوډۍ مې درې مسکینانو ته ورکړه ، زه غواړم د ماښام ډوډۍ نورو مسکینان ته ورکړم ، ایا داسې کول جایز دي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

کفاره کې کومو مسکینانو ته یو وخت ډوډۍ ورکړل شي ، دویم وخت ډوډۍ هماغو مسکینانو ته ورکول ضروري دي .

لهذا کومو مسکینانو ته دې د غرمې ډوډۍ ورکړې ده ، د ماښام ډوډۍ هماغو مسکینانو ته ورکړه .


الدلیل علی ذلک :

أطعم ستين مسكينا” أو فقيرا ولا يشترط اجتماعهم والشرط أن “يغديهم ويعشيهم غداء وعشاء مشبعين” وهذا هو الأعدل لدفع حاجة اليوم بجملته” “أو” يغديهم “غداءين” من يومين “أو” يعشيهم “عشاءين” من ليلتين “أو عشاء وسحورا” بشرط أن يكون الذين أطعمهم ثانيا هم الذين أطعمهم أولا حتى لو غدى ستين ثم أطعم ستين غيرهم لم يجز حتى يعيد الإطعام لأحد الفريقين

حاشية الطحطاوي ، مخ : ۶۷۰ , فصل في الكفارة وما يسقطها عن الذمة



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close