ذبحه،قرباني،عقيقه
ایا د قرباني قضايي شته ؟
د فتوې شمېره (۳۵۰)
پوښتنه :
که په چا باندې قرباني واجب وي ، خو د ستونزو او یا د غفلت له کبله ترې پاتې شي ، څه به کوي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که په چا قرباني واجب وي ، څاروی یې اخیستی وي ، قرباني یې نه کړي ، نو پرده واجب ده چې له اختر وروسته دغه څاروی پر مسکینانو خیرات کړي او یا یې قیمت پرمسکینانو صدقه کړي . البته غوښه یې پخپله نه شي خوړلی او نه یې مالدار ته ورکولی شي .
او که د قربانۍ لپاره یې څاروی نه وي اخیستی ، بیا به د درمیانه (اوسط) څاروي قیمت مسکینانو ته ورکوي .
الدلیل علی ذلک :
وتعقبه الشيخ شاهين بأن وجوب التصدق بالقيمة مقيد بما إذا لم يشتر، أما إذا اشترى فهو مخير بين التصدق بالقيمة أو التصدق بها حية كما في الزيلعي أبو السعود.
وأقول: ذكر في البدائع أن الصحيح أن الشاة المشتراة للأضحية إذا لم يضح بها حتى مضى الوقت يتصدق الموسر بعينها حية كالفقير بلا خلاف بين أصحابنا،
ردالمحتار ، ټو ک : ۶ ، مخ : ۳۲۱ ، کتاب الاضحیة
ایا یو جماعت چي د کاري ځائې کې جوړ شوی وي اوس یی بل ځائ ته منتقل کولئ شې؟
د کرایه په ځای کې جوړ شوی جومات بل ځای ته منتقلول !
ایا یو جماعت چي د کاري ځائې کې جوړ شوی وي اوس یی بل ځائ ته منتقل کولئ شې؟
پوښتونکی : عبدالرحمن
الجواب وبالله التوفیق :
کوم مسجد(جومات) چې د کرایه په ځای کې د کرایه دارانو لخوا جوړ شوی وي ، د زمکې مالک وقف کړی نه وي ، نو داسې جومات د وقف شوي مسجد حکم نه لري ، ورانول یا بل ځای ته منتقلول یې روا دي .
لهذا په سوال کې د پوښتل شوي مسجد ورانول ، یا یې بل ځای ته منتقلول او پر ځای یې کور یا بل څه جوړول کومه شرعي ستونزه نه لري .
البته که د زمکې د مالک لخوا وقف شوي وي ، بیا یې ورانول یا بل ځای ته منتقلول جایز نه دي .
الدلیل علی ذلک :
واما شرایط ( ای شرایط صحة الوقف ) منها العقل …ومنها الملک وقت الوقف …
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۲ ، مخ : ۳۵۲-۳۵۳ .