ذبحه،قرباني،عقيقه

په اټکل سره د قربانۍ غوښې وېش حکم څه دی ؟

د فتوې شمېره (۳۵۱)

پوښتنه :

په شریکه قربانۍ کې غوښه اټکل سره تقسیمول څه حکم لري ؟ ګناه خو به نه وي ؟ سره له دې چې ټول شریکان پرې رضا وي .

الجواب وبالله التوفیق :

د قربانۍ غوښې وېش په تول سره یو برابر ضرور دی . اټکل وېش یې جایز نه دی ، ځکه چې اټکل وېش سره په برخو کې کمی او زیاتی راځي چې سود دی ، د سود راکړه ، ورکړه او خوراک ټول حرام دي .


الدلیل علی ذلک :

وَإِذَا جَازَ عَنْ الشَّرِكَةِ يُقْسَمُ اللَّحْمُ بِالْوَزْنِ لِأَنَّهُ مَوْزُونٌ، وَإِذَا قَسَمُوا جُزَافًا لَا يَجُوزُ إلَّا إذَا كَانَ مَعَهُ شَيْءٌ آخَرُ مِنْ الْأَكَارِعِ وَالْجِلْدِ …

البحرالرايق : ۸ ، مخ : ۱۷۴ ، كتاب الاضحية

(قوله لا جزافا) لأن القسمة فيها معنى المبادلة، ولو حلل بعضهم بعضا قال في البدائع: أما عدم جواز القسمة مجازفة فلأن فيها معنى التمليك واللحم من أموال الربا فلا يجوز تمليكه مجازفة.

وأما عدم جواز التحليل فلأن الربا لا يحتمل الحل بالتحليل،

ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۱۷ ، کتاب الاضحیة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close