ګروي،سود،وقف
د کرایه په ځای کې جوړ شوی جومات بل ځای ته منتقلول !
د فتوې شمېره (۳۵۲)
پوښتنه :
ایا یو جماعت چي د کاري ځائې کې جوړ شوی وي اوس یی بل ځائ ته منتقل کولئ شې؟
پوښتونکی : عبدالرحمن
الجواب وبالله التوفیق :
کوم مسجد(جومات) چې د کرایه په ځای کې د کرایه دارانو لخوا جوړ شوی وي ، د زمکې مالک وقف کړی نه وي ، نو داسې جومات د وقف شوي مسجد حکم نه لري ، ورانول یا بل ځای ته منتقلول یې روا دي .
لهذا که په سوال کې پوښتل شوی مسجد د مالک لخوا د مسجد لپاره وقف شوی نه وي ، نو ورانول ، یا یې بل ځای ته منتقلول او پر ځای یې کور یا بل څه جوړول کومه شرعي ستونزه نه لري .
البته که د زمکې د مالک لخوا وقف شوي وي ، بیا یې ورانول یا بل ځای ته منتقلول جایز نه دي .
الدلیل علی ذلک :
واما شرایط ( ای شرایط صحة الوقف ) منها العقل …ومنها الملک وقت الوقف …
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۲ ، مخ : ۳۵۲-۳۵۳ .