زکات،سرسايه اوعشر

په سرو زرو کې د زکات نصاب څومره دی ؟

د فتوې شمېره (۳۵۳)

پوښتنه :

سوال د طلا (سروزرو) د زکات په اړه معلوماتو ته ضرورت لرم هیله ده مستند معلومات شریک کړئ
مننه

پوښتونکی : محب الله

الجواب وبالله التوفیق :

د چا په ملک کې چې اونیمې تولې سره زر وي ، یا خو د اونیمو تولو څخه کم وي خو  دومره سپین زر یا نغدې روپۍ ورسره وي ، چې د سرو زرو سره یوځای شي د دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو ته یې قیمت رسیږي ، زکات پرې واجب دی .

البته که دچا سره د اونیمو تولو نه سره زر کم وي ، سپین زر یا نغدې ورسره یوه روپۍ هم  نه وي ، زکات پرې نه دی واجب .


الدلیل علی ذلک :

ولو ضم احد النصابین الی الاخر حتی یودي کله من الذهب او من الفضة لا باس به . لکن ان التقویم بما هو انفع للفقراء قدرا او رواجا .
الفتاوی العالمګیریة ټوک : ۱ مخ : ۱۷۹ کتاب الزکاة الباب الثالث .
فاما اذا کان له ذهب مفرد فلا شی‌‌‌ء فیه حتی یبلغ عشرین مثقالا . فاذا بلغ عشرین مثقالا ففیه نصف مثقال…. الخ
بدایع الصنائع ، ټوک ۲ مخ : ۱۸ کتاب الزکاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close