ذبحه،قرباني،عقيقه

که د څاروي ښکر مات شي ، ایا قرباني پرې کیږي ؟

د فتوې شمېره (۳۵۴)

پوښتنه :

مفتي صیب محترم ، مونږ دوه ګډان د قربانۍ لپاره اخیستي دي ، په خپل مېنځ کې سره وجنګیدل د یو ګډ ښکر مات شول ، وینې ترې بهیږي ، قرباني پرې کیږي او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

د کوم څاروي ښکر مات شوي وي ، قرباني پرې جایز ده ، البته که ښکر په بېخ کې مات شوي وي چې لاندې د مغزو هډوکي ترې ښکاري بیا پرې قرباني نه ده جایز .

الدلیل علی ذلک :

ویجوز بالعجماء التی لا قرن لها وکذا مکسورة القرن .

الفتاوی الهندیة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۲۹۷

(قوله ويضحي بالجماء) هي التي لا قرن لها خلقة وكذا العظماء التي ذهب بعض قرنها بالكسر أو غيره، فإن بلغ الكسر إلى المخ لم يجز قهستاني،

 ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۲۳، کتاب الاضحیة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close