ذبحه،قرباني،عقيقه

ایا په حاجي باندې قرباني واجب ده ؟

د فتوې شمېره (۳۵۵ّ)

پوښتنه :

زما پوښتنه دا ده : که حاجي مالدار وي ، قرباني پرې واجب ده او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که حاجي مسافر وي ، یعنې په یو ځای کې یې د اقامت نیت نه وي کړی ، قرباني پرې واجب نه ده ، که بیا هم وغواړي کولی یې شي .

او که حاجي د اقامت نیت کړی وي او صاحب نصاب وي ، قرباني پرې واجب ده . خوښه یې ده ، که همالته قرباني کوي او یا که خپل کور ته خبر ورکوي ، تر څو د ده لخوا قرباني وکړي .


الدلیل علی ذلک :

ولاتجب الاضحیة علی الحاج و اراد بالحاج المسافر …

بدائع الصنایع ، ټوک : ۵ ، مخ : ۷۸ ، فصل اما بیان ما یستحب قبل التضحیة

ومنها الاقامة …. بدایع الصنایع ، ټوک: ۵ ، مخ : ۶۳ ، فصل اما شرایط الوجوب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close