ذبحه،قرباني،عقيقه

ایا پوره غوایی یو نفر ځان ته قرباني کولی شي ؟

د فتوې شمېره (۳۵۶)

پوښتنه :

که یو نفر وغواړي پوره غوایی ځانته قرباني کړي ، بل څوک ځان سره شریک نه کړي ، قرباني یې سهي کیږي او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

په غټ څاروي کې اوه نفره شرېکیدل ضرور نه دي ، یو نفر هم کولی شي ، پوره غوایی ځانته قرباني کړي  او په دې صورت کې پوره غوایی یوه برخه حسابیږي .

همدا ډول له اوو (۷) څخه کم دوه ، درې یا شپږ نفره هم پکې شریکیدلی شي .


الدلیل علی ذلک :

(قوله ولو ضحى بالكل إلخ) الظاهر أن المراد لو ضحى ببدنة يكون الواجب كلها لا سبعها بدليل قوله في الخانية: ولو أن رجلا موسرا ضحى ببدنة عن نفسه خاصة كان الكل أضحية واجبة عند عامة العلماء وعليه الفتوى اهـ

ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، ۳۳۳ ، کتاب الاضحیة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close