ذبحه،قرباني،عقيقهغير مصنف

ایا د قربانۍ دریمه برخه غوښه خیراتول ضروري ده؟

د فتوې شمېره (۳۵۷)

پوښتنه :

مونږ اوریدلي دي چې د قربانۍ دریمه برخه غوښه خیراتول ضروري ده . که تاسو راته دا واضحه کړئ چې خیراتول یې څه حکم لري ؟ مهرباني به مو وي . مننه

الجواب وبالله التوفیق :

د قربانۍ دریمه برخه غوښه خیراتول مستحب عمل دی ، فرض ، واجب یا ضروي نه دی .

لهذا که دچا ماشومان او کورنۍ زیاته وي او یا غریب وي ، بیا د دریمې برخې نه خیرات غوره او بهتره خبره ده .

الدلیل علی ذلک :

والتصدق افضل الا ان یکون الرجل ذا عیال وغیر موسع الحال فان الافضل له حینئذ ان یدعه لعیاله یوسع به علیهم .

بدائع الصنائع ، ټوک : ۵ ، ۸۱ ، فصل وام بیان ما یستحب قبل التضحیة اما التصدق باللخم .



\"kabull

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close