عقائداوفرقې
ایا د قران کریم سپکاوی کفر دی ؟
د فتوې شمېره (۳۵۹)
پوښتنه :
په امریکه کې یوه ډاکټره د فوزیه په نوم ده ، څو کاله کیږي چې د دین ، حجاب او د جهاد سپکاوی کوي بدې ردې ورپسې وایي . اخر یې قران کریم وسوځاوه .
پوښتنه دا ده چې په دې کړنې سره کافره شوه او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د اسلام شعایرو توهین (سپکاوی) کفر دی . لهذا که څوک د سپکاوي په نیت قران کریم وسوځوي ( العیاذ بالله ) کافر کیږي . پر سوځولو یې خوښي څرګندول هم کفر دی .
الدلیل علی ذلک :
ومن استخف بالقران او بالمسجد او بنحوه او بما یعظم فی الشرع کفر
شرع الفقه الاکبر للقاري ، فصل فی القراءة والصلاة