متفرق مسائل
د پخواني جومات په زمکه باندې تشنابونه جوړول !
د فتوې شمېره (۳۶۰)
پوښتنه :
زمونږ په کلي کې نوی مسجد پراخه او ښایسته جوړ شو ، کلیوال غواړي د زاړه مسجد په زمکه باندې تشنابونه یا د استنجا ځایونه جوړ کړي ، ترڅو خلک ترې استفاده وکړي . ایا داسې کول جایز دي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
کله چې په یوه وقف شوې زمکه جومات جوړ شي ، تر قیامته به جومات وي ، په ځای یې بل څه جوړل جواز نه لري .
لهذا د پخواني جومات په زمکه باندې تشنابونه یا د استنجا لپاره ځایونه جوړول جایز نه دي .
الدلیل علی ذلک
ولهذا قال أبو يوسف إن المسجد إذا خرب واستغنى الناس عنه أنه يبقى مسجدا إلى يوم القيامة
بدائع الصنائع ، ټوک : ۳ ، مخ : ۳۷ ، فصل في الحلف علي الدخول
(ولو خرب ما حوله واستغني عنه يبقى مسجدا عند الإمام والثاني) أبدا إلى قيام الساعة (وبه يفتي)
ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۵۵۰ ، فرع بناء بیتا للامام فوق المسجد
[الْوَطْءُ فَوْقَ الْمَسْجِدِ وَالْبَوْلُ وَالتَّغَوُّطُ]
(قَوْلُهُ وَالْوَطْءُ فَوْقَهُ وَالْبَوْلُ وَالتَّخَلِّي) أَيْ وَكُرِهَ الْوَطْءُ فَوْقَ الْمَسْجِدِ وَكَذَا الْبَوْلُ وَالتَّغَوُّطُ لِأَنَّ سَطْحَ الْمَسْجِدِ لَهُ حُكْمُ الْمَسْجِدِ
البحرالرايق , ټوک : ۲ ، مخ : ۳۶ ، فصل استقبال القبلة بالفرج في الخلاء
والله تعالی اعلم بالصواب
محترم مفتي صاحب سلامونه او احترامات تقدیموم:
پوښتنه:
آیا بیمه په اسلام کې جائز ده او که نه؟
دا چې بیمه ډیر اقسام لري که چیرې د بیمې ټول اقسام ناروا وي چې ځان ترینه وساتو او که کوم استثنائي صورتونه لري نو د مهربانۍ له مخې وضاحت یې وکړئ
که زحمت نوي نو د کتاب حواله هم ورکړئ
مننه
https://kabull.com/efta/archives/1513