حج او عمره

خپلې مړې مورکۍ ته د حج یا عمرې ثواب بښل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۳۸)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب ، زمونږ مور لس کاله وړاندې وفات شوې ده ، په هغه وخت کې زمونږ بې وسي وه ، اوس زه غواړم چې هغې لپاره حج وکړم او ثواب یې هغې ته وبښم ، ثواب یې هغې ته رسیږي او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که چا خپل فرضي حج کړی وي ، بیا مور ، پلار یا نورو ته د حج يا د عمرې ثواب وربښي نو  وربښلی یې شي او ثواب یې هم ورسیږي  .

او که چا خپل فرضي حج نه وي کړی ، بیا لومړی فرضي حج ادا کول لازمي دي .


الدلیل علی ذلک :

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُرَيْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ بُرَيْدَةَ بْنِ حُصَيْبٍ أَنَّ امْرَأَةً أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَتْ:…

قَالَتْ: فَإِنَّهَا مَاتَتْ وَعَلَيْهَا صَوْمٌ فَيُجْزِئُ أَنْ أَصُومَ عَنْهَا؟ قَالَ: ” نَعَمْ ” قَالَتْ: وَلَمْ تَحُجَّ فَيُجْزِئُ أَنْ أَحُجَّ عَنْهَا؟ قَالَ: ” نَعَمْ “

السنن الكبري للبهيقي ، ټوک : ۴ ، مخ : ۵۴۸ ، کتاب الحج , باب الحج عن الغير

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close