
متفرق مسائل
کفري هیوادونو ته دمستقل اوسیدو لپاره تلل
محترم مفتي صا حب !پوښتنه دادی چی نن صبا اورپايي اومغربی ملکونوتہ سفر اوهلته مستقل اوسیدل څه حكم لري؟ تفصيلي جواب راکړئ.
الجواب وبالله التوفیق
په یو غیر اسلامي ملک کې او سیدل دهغه ملک دیو ښاري په صفت او هغه مستقل د اوسیدو ځای جوړول دا داسې مسئله ده چې حکم یې د زمانې ، حالاتو او داوسیدونکي داغراضو او مقاصدو سره بدلیږي .
1- که يو کس په اسلامي ملک کې بې له څه جرم څخه په محبس کې اچول کیږي او یادهغه ځمکه جائداد ضبط کړای شي او ددغه ظلمونو څخه د خلاصیدو بله لار نه وي بغیر د دې نه چې په یو کفري ملک کې مستقل سکونت اختیار کړي نو بیا یو کفري ملک ته تلل او هلته مستقل سکونت اختیارول بلا کراهیة جائزدي خو شرط دادی چې دی مطمئن وي چې هلته به په عملي زندګۍ کې ددین داحکامو پابندي کوي او دهغه ځای دفحشاء او منکراتو نه به ځان ساتي.
2- که یو کس په اسلامي ملک کې په اقتصادي او معاشي حالاتو کې داسې راګیر شي چې د خپل پوره کوشش او محنت سره سره ډوډۍ هم نشي پیداکولای نو بیا په دغه اساس په کفري ملک کې اوسیدلای شي خو دمخکیني شرط موافق کوم چې اول نمبرکې یاد شو؛ ځکه چې حلال رزق ګټل هم دنورو فرائضو څخه وروسته فریضه ده او شریعت ددغه رزق په پلټنه کې دځای قید او شرط نه دی لږولي الله تعالی فرمایي:
هوالذي جعل لکم الارض ذلولا فامشوا في مناکبها وکلوا من رزقه. سورة ملک ایت 15.
الله هغه ذات دی چې تاسو لره یې ځمکه تابع ګرځولې نو تاسو ځئ په لارو ددې او خورئ د رزق دالله نه .
3- په دې نیت یو کافر ملک ته تلل او هلته مستقل سکونت غوره کول چې خلکو ته د اسلام دمقدس دین بلنه ورکړي او یاهم هلته د مسلمانانو اصلاح وکړي یا دین ورته وښايي سبب داجر او ثواب ده ، او ددې وجه نه ډیر صحابه کرام داسې ملکونو ددین درسولو په خاطر تللي و.
4 – که په اسلامي ملک کې دومره وسائل او اسباب ولري چې د عامو مسلمانانو په شان زندګي تیرولی شي خو د زیات مالداره کیدلو لپاره یو کافر هیواد ته ځي نو بیا داسې کول مکروه دي ځکه هلته چاپیریال د فحشا او منکراتو وي نو خپل دین او اخلاق په خطر کې اچول دي. ددې وجې نه بغیر دضرورت څخه دکافرانو مینځ کې داوسیدلو نه منع راغلې ده.
حدیث شریف کې دي: من جامع المشرک و سکن معه فانه مثله. ابوداود
څوک چې مشرک سره موافقت وکي او هلته ورسره اوسیږي نو دی هم دهغه په شان دی.
او دجریر بن عبد الله په روایت کې راځي چې نبي کریم صلی الله فرمایي زه بیزاره یم د هرهغه مسلمان نه چې دکافرانو مینځ کې اوسیږي. (ترمذي باب ماجاء في کراهیة المقام بین اظهر المشرکین)
5 – د کافرانو معاشره یې خوښه وي او هغوی ته په او چت نظر ګوري او هغوی سره اوسیدل خپل عزت شماري نو په دې صورت کې هلته مسقل اوسیدل ناجائز او حرام دي.
(خلاصه د فقهي مقالات جلد۳ ص ۲۳۲- ۲۳۷) .