متفرق مسائل
د حرامو روپیو څخه خپل قرض وصولول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۶۱)
پوښتنه :
ما یو نفر ته ۵۰۰۰ روپۍ قرض ورکړې ، اوس هغه ماته له حرام مال څخه قرض راکوي . ایا ماته ترې دغه روپۍ اخیستل جایز دي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
كه كافر له حرام مال څخه ستا قرض درکوي ، اخیستل یې جایز دي .
او که مسلمان له حرام مال څخه قرض درکوي او تا ته هم معلومې وي چې دغه پیسې یې حرامې دي ، اخیستل ترې مکروه دي ( جایز دي خو ښه خبره نه ده) او که تاته معلومات نه وي چې د حرام مال څخه قرض درکوي بیا یې اخیستل جایز دي .
الدلیل علی ذلک :
ولوكان لمسلم علي نصراني دین فباع النصراني خمرا واخذ ثمنها وقضاه المسلم من دینه جاز له اخذه ، لان بیعه له مباح . ولوکان الدین لمسلم علی مسلم فباع المسلم خمرا واخذ الثمن وقضاه صاحب الدین ، کره ان یقبض ذلک من دینه .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۳۶۷ ، کتاب الکراهیة ، الباب السابع والعشرون .