ذبحه،قرباني،عقيقه
ټپي سپی ، پېشو یا خر ذبحه کول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۶۲)
پوښتنه :
که مردار څاروی لکه سپی ، پېشو ، خر یا بل داسې څاروی سخت ټپي یا ناروغ وي ، خوراک او څښاک هم نشي کولی او مړ کیږي هم نه ، نو په داسې وخت کې یې ذبحه کول څه حکم لري ؟ تر څو له عذابه خلاص شي .
الجواب وبالله التوفیق :
هغه مردار څاروی چې غوښه یې نه خوړل کیږي ، او رنځور یا ټپي وي ، باید ذبحه شي ترڅو د عذابه په امان شي .
الدلیل علی ذلک :
وکذا الحمار اذا مرض ولا ینتفع به فلا باس بأن یذبح فیستراح منه کذا فی الفتاوی العتابیة
وهکذا الهرة اذا کانت مؤذیة لا تضرب ولا تعرک اذنها بل تذبح بسکین حاد کذا فی الوجیز .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک ۵ ، مخ : ۳۶۱ ، کتاب الذبایح ، الباب والحادی والعشرون