متفرق مسا‌‌ئل

د محرم په میاشت کې تور لباس کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۶۳)

پوښتنه :

زیاتره خلک د محرم په میاشت کې تور لباس کوي او ځینې تورې ټوټې له مټو تړي ، شرعا یې حکم څه دی ؟

الجواب وبالله التوفیق :

په شریعت کې تور لباس کول روا دی . البته د محرم په میاشت کې شیعه ګان د خپلو عقیدو په اساس تور لباس کوي ، له دې کبله مسلمانانو لپاره د محرم په میاشت کې تور لباس کول یا تورې پټې تړل جواز نه لري . مسلمانان باید ځان ترې وساتي .


الدلیل علی ذلک :

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا، لاَ تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ وَلاَ بِالنَّصَارَى…. سنن الترمذی ټوک : ۴۴ ، مخ :۴۴ ، باب ماجاء في اشارة اليد

(وكره لبس المعصفر والمزعفر الأحمر والأصفر للرجال) مفاده أنه لا يكره للنساء (ولا بأس بسائر الألوان) وفي المجتبى والقهستاني وشرح النقاية لأبي المكارم: لا بأس بلبس الثوب الأحمر اهـ

ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۵۶ ، فصل في اللبس



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close