ذبحه،قرباني،عقيقه
که څاروي شراب څکلي وي ، حلاله یې څنګه ده ؟
د فتوې شمېره (۳۶۴)
پوښتنه :
یو کس خپل څاروي ته دوه میاشتې پرلپسې شراب ورڅکلي ، ترڅو سُرب شي ، د داسې څاروي ذبحه کول څه حکم لري ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که حیوان ته شراب ورکړل شوي وي ، يو څه وخت وروسته (ترڅو هاضمه شي) ذبحه (حلاله) شي ، جایز ده ، ځکه چې په شراب څکلو سره د غوښې په بوی او خوند کې تغیر نه راځي .
البته که غوښې یې تغیر موندلي وي ، څو ورځې دې ورته صبر وشي ، ترڅو اثر یې ختم شي بیا دې حلال کړي شي . همدغه حکم د قربانۍ هم دی .
الدلیل علی ذلک :
(ولو سقي ما يؤكل لحمه خمرا فذبح من ساعته حل أكله ويكره) زيلعي وصيد وشرح ووهبانية.
ولو سقی ما یؤکل لحمه خمرا فذبح من ساعته حل اکله ویکره …. یعلم من قید من ساعته انه لو ذبح بعده لا کراهة بأکله ولان مدار الکراهیة علی النتن وتغیر اللحم فاذا لم یجدا لم یحرم کما فی الجلالة وحکمهما واحد .
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټو : ۹ ، مخ : ۵۶۳ ، کتاب الحظر والاباحة . طبع رشیدیه