متفرق مسا‌‌ئل

مړی له بل هېواد څخه خپلې پلرنۍ هدېرې ته وړل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۶۰)

پوښتنه :

زمونږ خلکو کې عام رواج دي ، کله چې مړی وشي نو په پردي وطن کې یې نه ښخوي بلکې خپل پلرني وطن ته یې وړي ، اګر که هغه هرڅومره لرې ولې نه وي ، په پردي وطن کې ښخول ورته شرم ښکاري ، د مړي له یو ځایه بل ځای ته نقلول څه حکم لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :

مړی له یو ښار څخه بل ښار ته یا له یو هېواد څخه بل هېواد ته نقلول شرعا جواز نه لري ، بلکې چرته چې ومري هملته یې دفن کول په کار دي .

له یو ځای څخه بل ځای ته د مړي په انتقالولو کې د مړي د خرابېدو او یا هم د بې عزته کېدو خطر وي . همدارنګه بې ځایه پیسې هم مصرفیږي ، د دې په ځای دې پیسې جومات ، مدرسه او یا بېوزله خلکو ته ورکړل شي ، ترڅو د اخرت ګټه یې شي .


الدلیل علی ذلک :

الْقَتِيلُ أَوْ الْمَيِّتُ يُسْتَحَبُّ لَهُمَا أَنْ يُدْفَنَا فِي الْمَكَانِ الَّذِي قُتِلَ أَوْ مَاتَ فِيهِ فِي مَقَابِرِ أُولَئِكَ الْقَوْمِ لِمَا رُوِيَ عَنْ عَائِشَةَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا – أَنَّهَا زَارَتْ قَبْرَ أَخِيهَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا – وَكَانَ مَاتَ بِالشَّامِ وَحُمِلَ مِنْ هُنَاكَ فَقَالَتْ: لَوْ كَانَ الْأَمْرُ فِيك بِيَدِي مَا نَقَلْتُك وَلَدَفَنْتُك حَيْثُ مِتَّ لَ

البحر الرایق ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۱۰ ، الصلاة علی المیت في المسجد

نقل الميت من بلد إلى بلد قبل الدفن لا يكره وبعده يحرم قال السرخسي وقبله يكره أيضا إلا قدر ميل أو ميلين

ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۴۲۸ ، فرع یکره اعطاء سائل المسجد



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close