طهارت او لمونځ

که مسافر پوره لمونځ ادا کړي !

د فتوې شمېره (۳۶۸)

پوښتنه :

که مسافر څلور رکعتیز لمونځ پوره ادا کړي ، لمونځ یې سهي شو او کنه ؟

الجواب وبالله التوفیق :

مسافر باندې واجب دي چې څلور رکعتیز لمونځ دوه رکعته وکړي .

او که کوم مسافر پوره څلور رکعته ادا کړل ، لومړنۍ ناسته یې هم وکړه ، اولني دوه رکعته یې فرض حسابیږي او اخرني دوه رکعته نفل شول . البته په اخره کې سجده سهوه پرې واجب ده .

که سجده سهوه یې ونه کړه ، د لمانځه بېرته راګرځول پرې واجب دي .


الدلیل علی ذلک :

فَلَوْ أَتَمَّ الْمُسَافِرُ) الرُّبَاعِيَّ بِأَنْ يَأْتِيَ جَمِيعَ أَفْعَالِهِ وَأَقْوَالِهِ كَالْقِرَاءَةِ هَذَا تَفْرِيعٌ عَلَى كَوْنِ فَرْضِهِ فِيهِ رَكْعَتَيْنِ (إنْ قَعَدَ فِي الثَّانِيَةِ) قَدْرَ التَّشَهُّدِ (صَحَّتْ) لِأَنَّ فَرْضَهُ ثِنْتَانِ وَالْقَعْدَةُ الْأُولَى فَرْضٌ عَلَيْهِ لِأَنَّهَا آخِرُ صَلَاتِهِ فَإِذَا وُجِدَتْ يُتِمُّ فَرْضَهُ.

(وَ) لَكِنَّهُ (أَسَاءَ) لِتَأْخِيرِ السَّلَامِ وَمَا زَادَ عَلَى الرَّكْعَتَيْنِ نَفْلٌ (وَإِلَّا) أَيْ وَإِنْ لَمْ يَقْعُدْ فِي الثَّانِيَةِ (فَلَا تَصِحُّ)

مجمع الانهر ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۶۲ ، باب صلاة المسافر

فإذا أتم الرباعية و” الحال أنه “قعد القعود الأول” قدر التشهد “صحت صلاته” لوجود الفرض في محله وهو الجلوس على الركعتين وتصير الأخريان نافلة له “مع الكراهة” لتأخير الواجب وهو السلام عن محله إن كان عامدا فإن كان ساهيا يسجد للسهو “

مراقی الفلاح ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۶۳ , باب صلاة المسافر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close