ګروي،سود،وقف
د ګرو شوې زمکې کرل څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۷۰)
پوښتنه :
ګلاپ په احمد باندې موټرخرڅ کړ ، د احمد سره نغدې روپۍ نشته ، چې ګلاپ ته یې ورکړي ، له دې کبله یې خپل یو جرېب پټی په ګروي ورکړ، ورته یې وویل : د کرلو استفاده ترې اخیستلی شې . ایا ګلاپ ته له دې پټې څخه د کرلو استفاده جایز ده ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د ګرو په ورکولو سره ، دغه شی د راهن ( ګرو ورکونکي ) له ملکیت څخه نه خارجیږي ، د مرتهن ( ګرو اخیستونکي ) په لاس کې د امانت حکم لري .
لهذا ګرو اخیستونکي ته له دې پټي څخه هېڅ ډول استفاده اخیستل جواز نه لري .
اګر که ګرو ورکونکي اجازه ورکړې وي ، بیا هم کرل او یا استفاده ترې اخیستل سود او حرام دی .
که بیا هم څوک د څښتن په اجازه پټی وکري ، حلاصلات یې حرام دي . او که څښتن اجازه نه وي ورکړې ، نو پر ده باندې تاوان لازمیږي .
الدلیل علی ذلک :
اعلم بان عین الرهن امانة فی یدالمرتهن بمنزلة الودیعة…
وان اجر المرتهن من اجنبی بأمر الراهن یخرج من الرهن ، وتکون الاجرة للراهن وان کانت الاجارة بغیر اذن الراهن الاجر للمترتهن ان یتصدق به ، وللمترتهن ان یعیدها فی مدة الجازة صار غاصبا
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۶ ، مخ : ۲۹۹ …
ثم نقل عن التهذيب أنه يكره للمرتهن أن ينتفع بالرهن وإن أذن له الراهن.
قال المصنف: وعليه يحمل ما عن محمد بن أسلم من أنه لا يحل للمرتهن ذلك ولو بالإذن لأنه ربا. قلت: وتعليله يفيد أنها تحريمية فتأمله
الدرالمختار . ټوک : ۶ ، مخ : ۵۲۲ ، کتاب الرهن فصل في مسائل متفرقة