ذبحه،قرباني،عقيقه
د آسپې شیدې څکل څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۳۷۱)
پوښتنه :
د اسونو غوښه خو زمونږ په مذهب کې ناروا ده ، د شودو حکم یې څه دی ایا شیدې یې هم حرامې دي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د آسپې شیدې څکل جایز دي ، مستې ، پنېر او کوچ ترې جوړول او خوړل جایز دي .
د اسونو غوښه ځکه حرامه شوې ده ، چې آسونه د جهاد آله ده ، یعنې مسلمانان په آسونو باندې جهادونه کوي ، ترڅو په حلالولو سره په آسونو کې کمښت رانشي او د شیدو په څښاک سره اسونه نه کمیږي ، له دې امله د شیدو څکل یې روا دي ، کوم باک نه لري .
الدلیل علی ذلک :
(والخيل) …ولا بأس بلبنها على الأوجه
(قوله ولا بأس بلبنها على الأوجه) ….
وفي الهداية: وأما لبنه فقد قيل لا بأس به لأنه ليس في شربه تقليل آلة الجهاد، وسماه في كتاب الحدود مباحا
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۰۶، کتاب الذبایح