جرائم او دهغې سزاګانې
که په کرایه ورکړل شوی موټر ورک شي ، تاوان پر چا دی ؟
د فتوې شمېره (۳۷۲)
پوښتنه :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته . محترم مفتي صیب زه خلکو ته په کرایه موټرې ورکوم . یو کس ته مې په کرایه موټر ورکړ ، څو ورځې پس راغی ، ویل یې موټر مې د کور مخې ته درولی و ، بېرته چې راغلم ، موټر چا بوتلی و . اوس راته وایي : د تاوان حق دې پرما نه کیږي ، ماویل تاوان به راکوې . ستاسو څخه هیله کوم چې د شریعت په رڼا کې ځواب راکړئ ، چې د تاوان حق مې پرې کیږي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په کرایه ورکړل شوی شی د اخیستونکي په لاس کې امانت وي ، ځکه پر ده لازمه ده چې په سهي ډول یې ساتنه وکړي .
لهذا په ذکر شوي صورت کې که په کرایه اخیستونکي ، دغه موټر په داسې ځای کې درولی وي ، چې محفوظ نه وي ، یعنې دلته څوک د غلو له ډاره خپل موټر نه دروي ، او بیا یې غله بوځي تاوان پرې شته .
که په محفوظ ځای کې یې درولی وي او غله یې بوځي تاوان پرې نشته .
الدلیل علی ذلک :
لْفَصْلُ الثَّانِي: في ضمان المستأجر
(الْمَادَّةُ ۶۰۰) الْمَأْجُورُ أَمَانَةٌ فِي يَدِ الْمُسْتَأْجِرِ إنْ كَانَ عَقْدُ الْإِجَارَةِ صَحِيحًا أَوْ لَمْ يَكُنْ.
(الْمَادَّةُ ۶۰۱) لَا يَلْزَمُ الضَّمَانُ إذَا تَلِفَ الْمَأْجُورُ فِي يَدِ الْمُسْتَأْجِرِ مَا لَمْ يَكُنْ بِتَقْصِيرِهِ أَوْ تَعَدِّيهِ أَوْ مُخَالَفَتِهِ لِمَأْذُونِيَّتِهِ.
شرح المجلة لرستم باز , الفصل الثاني , رقم المادة : ۶۰۰-۶۰۱