تجارت
په داسې هوټل کې وظیفه کول چې شراب پکې خرڅیږي !
د فتوې شمېره (۳۷۳)
پوښتنه :
محترم مفتي صیب ! زه په اروپا کې اوسېږم ، دلته شراب او د خنزیر غوښه عامه پلورل کیږي ، زه هم په داسې هوټل کې کار کوم چې د خنزیر غوښه او شراب پکې خرڅیږي ، مونږ مجبورا د خلکو مخې ته شراب او د خنزیر غوښه ږدو ، ایا په دې کې مونږ ګناهګارېږو ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د مسلمان لپاره جایز نه ده چې شراب ، د خنزیر غوښه یا نور حرام شیونه وپلوري یا په وړلو راوړلو کې مرسته وکړي . ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د شرابو په پلورونکو ، نورو ته ورڅکونکو ، اخیستونکو ، جوړونکو او له یوځایه بل ځان ته نقلونکو باندې لعنت ویلی دی .
لهذا ستا لپاره په داسې دکان یا هوټل کې وظیفه ترسره کول چې په هغه کې شراب یا د خنزیرغوښه د خلکو مخې ته ستا په لاسونو کېښودل کیږي یا پلورل کیږي جایز نه ده .
باید په داسې ځای کې وظیفه وپلټل شي چې هلته په سړي باندې د شریعت مخالف کارونه نه ترسره کیږي ، لکه د شرابو پلورل ، نورو ته ورڅکل ، لمونځ ، روژې یا نورو شرعي اعمالو ته نه پرېښودل .
الدلیل علی ذلک :
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لعن الله الخمر، وشاربها، وساقيها، وبائعها، ومبتاعها، وعاصرها، ومعتصرها، وحاملها، والمحمولة إليه»
سنن ابي داود , كتاب الاشربة , باب العنب يعصر الخمر
سَأَلْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ، فَقُلْتُ: إِنَّا بِأَرْضٍ لَنَا فِيهَا كُرُومٌ، وَإِنَّ أَكْثَرَ غَلَّتِهَا الْخَمْرُ؟ فَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: قَدِمَ رَجُلٌ مِنْ دَوْسَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِرَاوِيَةِ خَمْرٍ أَهْدَاهَا لَهُ، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَلْ عَلِمْتَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَهَا بَعْدَكَ» ، فَأَقْبَلَ الدَّوْسِيُّ عَلَى رَجُلٍ كَانَ مَعَهُ، فَأَمَرَهُ بِبَيْعِهَا، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَلْ عَلِمْتَ أَنَّ الَّذِي حَرَّمَ شُرْبَهَا حَرَّمَ بَيْعَهَا، وَأَكْلَ ثَمَنِهَا» ، فَأَمَرَ بِالْمَزَادَةِ فَأُهْرِيقَتْ حَتَّى لَمْ يَبْقَ فِيهَا قَطْرَةٌ
مسند امام احمد , باب قوله تعال : يايها الذین امنوا انما الخمر …
والله تعالی اعلم بالصواب